د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې، د ياد وزارت اړوند محتسبینو د ځایي مسؤولینو په همغږۍ د روژې مياشتې په مناسبت، په سوداګريزو مارکیټونو، هټیو او بازارونو کې د سود، احتکار، او قیمت پلورنې څخه د مخنیوي او تر وخت تېرو توکو د راټولولو د کمپاین په دوام د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې د مارکیټونو او هټیو څخه د څارنې پر مهال زرګونه کیلو ګرامه تر وخت تېر توکي راټول کړي دي.
د سرچينې په وينا، دغه کمپاين د هرات، کندهار، ارزګان، سرپل، غور، فاریاب، جوزجان، سمنګان، تخار، بدخشان، هلمند، فراه، پروان، پنجشیر، بادغیس، دایکندي، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې ترسره شوی؛ همداراز په دې بهیر کې د ښاروالیو لخوا ټاکل شوي نرخونه تعقیب شوي او د سود، احتکار او قیمت پلورنې مخنیوی شوی دی.
د معلوماتو له مخې، د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت دا کمپاین به تر هغې دوام ومومي، چې په بازارونو کې د ظلم او بېعدالتیو مخنیوی وشي، په اسلامي ارزښتونو سمبال اقتصادي چاپېریال رامنځته او بازارونو کې شته ستونزې حل شي.