د افغانستان سرپرست حکومت د افغان ولس د ارام ژوند، اقتصادي، سياسي او ټولنیز ثبات لپاره بېلابېلې هڅې پیل کړې دي. په ځانګړي ډول د اهل تشیع وګړو سره تعامل، د دوی د مراسمو خوندیتوب او درناوی یوه د پام وړ بېلګه ده.

د سرپرست حکومت تر حاکمیت لاندې، د ټولنې بېلابېلو اقشارو ته د امن، ثبات او انسجام فضا برابرول له مهمو اولویتونو څخه ګڼل کېږي. په دې لړ کې، مذهبي اقلیتونه، په ځانګړي ډول اهل تشیع هم د خپلو مذهبي مراسمو د ترسره کولو په برخه کې اهمیت لري.

د افغانستان سرپرست حکومت هر کال د دغو مراسمو د ترسره کولو لپاره پراخ امنیتي تدابیر نیسي. دا ژمنتیا د دې ښکارندویي کوي چې سرپرست حکومت نه یواځې د اکثریت د حقونو خوندیتوب ته ژمن دی، بلکې د اقلیتونو مذهبي آزادۍ او عنعناتو ته هم د امکان تر حده درناوی لري.

هر کال امنیتي ادارې هغو سیمو ته زياته پاملرنه کوي چېرې چې د اهل تشیع زیات شمېر وګړي هستوګن وي او هلته یې د مذهبي مراسمو د ترسره کولو ځانګړي ترتيبات په نظر کې نيولي وي. د امنیتي او استخباراتي کارمندانو زیاتوالی، په سیمه کې د مشکوکو افرادو څارنه او له خلکو سره همغږي د دې هڅو مهمې برخې دي.

په کابل، هرات، بلخ، بامیان، پکتيا، کندهار او ځینو نورو هغه ولایتونو کې، چېرې چې اهل تشیع وکړي هستوګن دي، د عاشورا په ورځو کې پولیس او استخباراتي کارمندان د خلکو په منځ کې ځای پر ځای کېږي، تر څو د هر ډول احتمالي ګواښ مخه ونیسي.

په تېرو کلونو کې، سره له دې چې د امنیتي ګواښونو امکانات موجود وو، خو سرپرست حکومت بیا هم وکولای شول چې د اهل تشیع د محرم مراسم د پام وړ امن سره تېر کړي. دا یوه څرګنده نښه ده چې حکومت د خپلو خلکو د اعتقاداتو درناوی کوي او د دوی د ارام ژوند لپاره هڅه کوي.

د اهل تشیع د عاشورا مراسمو امنیت ته د سرپرست حکومت ژمنتیا یواځې یو امنیتي اقدام نه دی، بلکې دا د یو منظم نظام هغه هڅه ده چې غواړي په افغانستان کې ټول قومونه او مذهبونه له یو بل سره د احترام، همکارۍ او تفاهم پر بنسټ ژوند وکړي. سرپرست حکومت دا ثابته کړې چې د ټول ولس امنیت، عزت او مذهبي باورونه ورته ارزښت لري.

دا هڅې نه یواځې د اهل تشیع وګړو باور زیاتوي، بلکې د افغانستان د یو موټي ملت جوړونې په لوري هم یو مثبت ګام بلل کېږي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version