د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، ‏د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د لورې بند د امکان‌ سنجۍ او تفصیلي ډیزاین د مطالعې پروژه د رئیس الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د سرپرست حکومت د ځینو نورو لوړپوړو چارواکو په حضور کې پرانیستل شوه.

د یاد وزارت په وینا، د دغه بند د ودانۍ جوړولو کار به هم تر مطالعاتو او ډیزاین وروسته پیل شي.

سرچینه زیاتوي، چې دغه پروژه د اوبو مدیریت، د کرنیزو ځمکو خړوبولو، د برېښنا تولید، د موسمي سېلابونو مهارولو او د ځمکنیو اوبو د تغذیې په موخه پيل شوې ده.

د دغې پروژې د امکان سنجي مطالعاتو او تفصیلي ډیزاین به د کان په بدل کې د پانګونې له لارې د ۱۰۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه خصوصي شرکت له لوري د ۱۸ میاشتو په موده کې بشپړه شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version