د اوکراین د ماليې وزارت ویلي، چې د ۲۰۲۲ کال له پیل راهیسې د دغه هېواد ټول دولتي پورونه د ۱۱۱.۰۱ میلیارده ډالرو په زیاتوالي سره، له ۹۷.۹۶ میلیارده ډالرو څخه ۲۰۸.۹۷ میلیارده ډالرو ته رسېدلي دي.
د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، د دغو پورونو لویه برخه له بهرنیو پور ورکوونکو، په ځانګړې توګه د اروپايي ټولنې او نړیوال وجهي صندوق څخه ترلاسه شوې ده.
ویل شوي، د جګړې لګښتونه، د بودجې کسر او د اقتصادي ملاتړ اړتیاوې د اوکراین د حکومتي پورونو د زیاتوالي اصلي عوامل دي.


