د افغانستان بغاوت کوونکي یواځې د خلکو او هېواد د دښمنانو په توګه نه پېژندل کېږي، بلکې د فساد، بې‌عدالتۍ او ناامنۍ د سمبول په توګه هم مطرح دي؛ دغو ډلو په خپلو کړنو سره دا ثابته کړې چې دوی د اصلاح وړ نه دي، او خلک هم د دوی په ښکاره او پټ حقیقتونو پوهېدلي دي.

په دې لیکنه کې هغو ځانګړتیاوو ته کتنه کوو چې خلک د بغاوت کوونکو څخه نفرت کولو ته اړباسي او د دوی په وړاندې عمومي کرکه رامنځته کوي:

۱. د فساد سابقه:

د بغاوت کوونکو ډلې د پخواني حکومت پاتې شوني دي چې په خپل وخت کې د نړۍ تر ټولو فاسد حکومت بلل شوی وو، او د بېلابېلو فسادونو سابقه لري، لکه:

• اداري فساد:

دوی په پخواني حکومت کې له خپلې دندې څخه د شخصي ګټو لپاره ناوړه ګټه اخیستله چې په دې کې رشوت، اختلاس، د دندو او قراردادونو پلورل شامل وو؛ دا هغه فسادونه دي چې خلک پرې خبر دي او د بیا تکرارېدو څخه یې کرکه کوي.

• مالي فساد:

په جمهوري اداره کې، اوسني بغاوت کوونکي چې په لوړو دولتي څوکیو کې ګمارل شوي وو، په ښکاره ډول په پیسو مینځلو، جعل او نورو مالي جرمونو کې ښکېل وو؛ دوی هغه پیسې چې د هېواد د بیا رغونې لپاره کارېدلې، په خپلو جېبونو کې اچولې او له دې امله فقر ورځ تر بلې ډېرېده.

• اخلاقي فساد:

د بغاوت کوونکو غیر اخلاقي چلندونه لکه د شل کلن تاریخ په اوږدو کې د فحشا او بې‌حیایۍ پراختیا، د بې‌ګناه خلکو وژنه په دې جرم چې د تجاوزګرو کافرانو پر وړاندې مبارزه کوي او د هېواد سره خیانت، هغه سلګونو دلایلو څخه دي چې د افغانستان خلک له دوی څخه کرکه لري. دا ټول د دې ښکارندويي کوي چې دوی د اسلامي، انساني او اخلاقي اصولو لاروي نه دي.

• پردی پالنه:

بغاوت کوونکي د بهرنیو هېوادونو ملاتړ او مرسته لري (او درلودلې یې ده)، دوی د ملي ګټو پر ځای، د اشغالګرو ګټې خوندي کولې (او کوي یې)، د هېواد طبیعي زیرمې او ځانګړي امتیازات یې اشغالګرو ته وړاندې کول؛ دوی بهرنیو اشغالګرو ځواکونو ته خدمت کاوه او په دې کې یې مرسته کوله چې ولسي وګړي وځپي او د هېواد سرچینې چور کړي؛ دا خیانت د خلکو په منځ کې د پراخې کرکې او نفرت لامل ګرځي.

• کورنۍ جګړې او د خلکو وژنه: بغاوت کوونکي او د دوی مشران د کورنیو جګړو په اړه یو تور تاریخ لري؛ د خلکو وژنه، بې‌ځایه کول او د هېواد ویجاړول د دوی نه‌رد کېدونکي لاس‌ته راوړنې دي.

د بغاوت کوونکو ډلو د فساد سابقه د دې لامل کېږي چې دوی د خلکو په نظر منفور شي او د دوی نشته مشروعیت ختم شي؛ ډېر لږ خلک دې ته چمتو دي چې له هغو ډلو ملاتړ وکړي چې په فساد، قتل‌عام او خیانت کې مشهورې دي.

۲. د امنیت او ارامۍ ګډوډول:

هغه اوږده جګړه چې په هېواد کې روانه وه د اسلامي امارت په واک ته رسېدو سره پای ته ورسېده، خو بغاوت کوونکي د خلکو د امنیت او ارامۍ زغملو توان نه لري او د بېلابېلو لارو چارو څخه په ګټې اخیستنې هڅه کوي چې دغه ارامي ګډوډه کړي؛ فسبوکي بریدونه او د نظامي حملو هڅه د ټولنې په منځ کې د نفرت، وېرې او ناامنۍ لامل ګرځي.

۳. سیکولر غوښتنه او سیکولري فکر:

بغاوت کوونکي هڅه کوي چې سیکولري فکرونه خپاره کړي او د ټولنې اسلامي ارزښتونه او باورونه تر پوښتنې لاندې راولي؛ دغه ډول فکرونه د ډېرو افغان مسلمانانو او مجاهدینو لپاره چې د خپلو اسلامي باورونو لاروي دي، د منلو وړ نه دي، او دغه تضاد د بغاوت کوونکو په وړاندې د نفرت او کرکې لامل ګرځي.

د افغانستان خلکو په ښه توګه درک کړې چې د داسې ډلو ملاتړ کول نه یوازې د فقر، فساد او بې‌عدالتۍ دوام دی، بلکې د دوی د ژوند، هویت او انساني او اسلامي ارزښتونو د له لاسه ورکولو په بیه هم تمامېږي؛ له همدې امله، د دې ډلو د واک ته د بیا رسېدو هر ډول هڅه به له شدید مقاومت او عمومي نفرت سره مخ شي (لکه مخ چې ده).

د افغانستان د ښه راتلونکي د جوړولو لپاره، اړتیا ده چې ټول په ګډه د بغاوت کوونکو پر وړاندې مبارزه وکړي او د تلپاتې سولې او پراختیا لپاره لار پیدا کړي؛ یوازې په دې توګه کولای شو د یوه روښانه راتلونکي هیله ولرو او د تېرو ترخو تاریخي پېښو د تکرار مخنیوی وکړو.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version