د مقاومت تر نامه لاندې مخالف جبهات د چا په ګټه کار کوي!؟ په تېرو کلونو کې ایران هڅه کړې چې له خپل اېډیالوژیک لیدلوري سره سم، د مقاومت تر نامه لاندې ډلو ملاتړ ته دوام ورکړيؤ خو اوس مهال دا هڅې نه تنها ګټه نه لري، بلکې د ایران لپاره د تاوان یوه ستره سرچینه ګرځېدلې ده. یو شمېر ډلې چې ځانونه د مقاومت وارثین بولي، عملاً د هغو استخباراتي شبکو د اجنډاوو لپاره کار کوي چې هدف یې د ایران کمزوری کول، داخلي امنیت ته ګواښ پېښول او د نظامي او سیاسي فشارونو زیاتول دي.
احمد مسعود له یو شمېر بهرنیو استخباراتو سره ناولي اړیکې لرې؛ داسې مستند راپورونه شته چې احمد مسعود (چې ځان د مقاومت جبهې مشر بولي) نه یواځې له ایران څخه لیرې شوی، بلکې په ښکاره توګه یې له اسرائیلو مرسته غوښتې ده. دا غوښتنه تنها لفظي نه ده پاتې شوې، بلکې د استخباراتي سرچینو له مخې، نوموړی اوس هم له هغو جهتونو سره نږدې تماسونه لري چې د ایران د دولت او ملي امنیت په ضد فعالیتونه تنظیموي. د اسرائیلو ترڅنګ، فرانسوي استخباراتي حلقې هم له دغه ګروپونو سره همکاري لري، کوم چې د ایران لپاره د ستر امنیتي خطر زنګ دی.
په وروستي پرمختګ کې، د ایران استخباراتي ادارو تائید کړې چې د موساد اړوند ډلې توانېدلي چې د ایران دننه د برید لپاره پرمختللي ډرونونه جوړ کړي او په خورا ځراکت هدفمند عملیات ترسره کړي، د دغو بریدونو د عملیاتي تسهیل لپاره هماغه کړۍ مسؤلې بلل کېږي چې مقاومت جبهه یې تر شا ولاړه ده. د دې ډلې د بهرني تمویل سرچینې، ارتباطات او کړنلاره په ښکاره توګه د ایران د امنیتي حاکمیت پر ضد ده.
په ایران کې د مقاومت جبهې د جاسوسي دفترونو او هغه پخوانیو بې باوره افغان نظامیانو شتون د دغه هېواد امنیت له هر اړخه ننګولی شي، دغه جبهه د خپلو پلورل شویو غړو په توسط، چې په ایران کې خورا آزادانه تګ راتګ لري، کولی شي د دغه هېواد په داخل کې د ایران ضد استخباراتو، هېوادونو او کړیو لپاره د جاسوسي فعالیتونو ترڅنګ، تخریبي عملیات وکړي او د ایران ضد جهتونو په ګټه کار وکړي، له همدې کبله په ایران کې د دغه جبهې شتون د ایران په زیان تمامېدلای شي، ایران ته پکار ده چې د دغه جبهې او نورو ټولو هغه ډلو په اړه پر خپله تګلاره له سره غور وکړي او د فعالیتونو مخه یې ونیسي، تر څو د ایران ضد کړیو لاسونه لنډ شي.
د مقاومت تر نامه لاندې ډلې نور د همکارۍ وړ نه دي، بلکې د داسې بغاوت کوونکو په توګه باید وپېژندل شي چې د ایران سیسټم، ارزښتونو او ملي امنیت ته ستر ګواښونه متوجه کوي، له احمد مسعود نیولې، تر هغو شوراګانو پورې چې ځانونه د مقاومت او آزادۍ تر عنوان لاندې بولي، ټول باید د ایران له سیمهییز لیدلوري څخه بېرته وارزول شي او د ملګرتیا په ځای محاسبه ورسره وشي. د دغو ډلو بقاء نه د سیمې د مسلمانانو په خیر ده، نه د ایران د ستراتیژیکو اهدافو لپاره ګټوره ده.
تهران باید له دې وروسته له هغو عناصرو سره، چې د مقاومت تر نامه لاندې د دښمن استخباراتو لاسپوڅي دي، فاصله ونیسي. د وخت غوښتنه دا ده چې له نوي واقعیت سره د تطابق سیاست غوره شي، نه دا چې پخوانۍ تګلارې دوام ومومي. که ایران غواړي د خپلو امنیتي، سیاسي او سیمهییزو ګټو ساتنه وکړي، نو اړتیا ده چې د دغو منحرفو جبهاتو له ملاتړه لاس واخلي او د بدیلو، واقعي شریکانو په لټه کې شي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.