د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي له خپل ایراني سیال ډاکټر سيد عباس عراقچي سره د ايران او صهیونیستي رژيم ترمنځ د وروستي وضعيت په تړاو ټيليفوني خبرې وکړې.
له بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي متقي د ایران پر خاوره د صهیونیستي رژيم هوايي بریدونه، چې د پوځي مرکزونو ترڅنګ، عامه هستوګنېزې سیمې هم په نښه شوي، غندلي او دغه بریدونه یې د نړیوالو قوانینو سرغړونه او د ايران د ملي حاکميت نقض بللی.
خبرپاڼه زیاتوي، مولوي امير خان متقي له ايراني ولس سره په دې سخت وضعيت کې خپله خواخوږي څرګنده کړې او د افغانستان له لارې سعودي عربستان کې د پاتې ايراني حاجیانو د خوندي لېږد په برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړی.
بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر سيد عباس عراقچي له ښاغلي متقي د مننې ترڅنګ په خپلو خبرو کې پر ایران د صهیونیستي رژیم د بریدونو په اړه د سرپرست حکومت له دريځه مننه کړې او د افغانستان له لارې د ایراني حاجیانو د انتقال په اړه د سرپرست حکومت له ډاډ خوښي څرګنده کړې.
نوموړي وړاندې افغانستان د یوه ملاتړي او خواخوږي هیواد په توګه د ایران یو ښه ګاونډی هیواد یاد کړی دی.