د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنهاي یو وار بیا له امریکا سره خبرې اترې بې ګټې بللي او دا یې د تهران لپاره په زیان بللي دي.
د رسنیو د راپورونو لهمخې، نوموړي ویلي: «په اوسنیو حالاتو کې له امریکا سره خبرې هېڅ ګټه نه لري؛ بلکې د ایران لپاره به ستر زیانونه ولري.»
خامنهای زیاته کړې، چې واشنګټن د تهران د اټومي فعالیتونو د بندولو غوښتونکی دی، چې دا خبرې نه؛ بلکې په خبره یې، د امریکا د غوښتنو تحمیلول دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تازه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د ده په امر د ایران مهم اټومي تأسیسات بمبارد او لهمنځه وړل شوي دي.