ايراني رسنيو راپور ورکړی، چې نا معلومو وسله والو تېره ورځ ناوخته د ایران د زاهدان ښار په خاش ولسوالۍ کې د سپاه پاسداران د سیمه ییز قوماندان او د سیستان او بلوچستان د استخباراتو د همکار محمد شاهوزهي په موټر برید کړی.
سرچينو ويلي، بريد کې د هغه دوه ملګري وژل شوي، دريم يی سخت ټپي شوی؛ خو شاهوزهي له برید څخه ژوندی وتلی.
ياده دې وي، چې تر دې دمه هېڅ ډلې د دغې پيښې مسؤلیت نه دی منلی.
