شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د بریټانیا لومړی وزیر کییر سټارمر نن چهارشنبه په درې ورځني سفر چین ته رسېدلی دی.ټاکل شوې، نوموړی به سبا (پنجشنبه) د چین له ولسمشر شي جېن پېنګ سره وګوري.د معلوماتو له مخې دواړه لوري به پر اقتصادي اړیکو، انټرنیټي خوندیتوب او ګڼو نورو موضوعاتو خبرې وکړي.د رویټرز د راپور له مخې، دا له ۲۰۱۸ کال راهیسې لومړی ځل دی چې یو بریټانوی لومړی وزیر چین ته سفر کوي.