له کندهاره تر مزار، له هرات تر بدخشانه د پرځېدلي جمهوریت اُجرتي عسکرو، واکمنانو او امنیتي مسؤلینو د بې ګناه ولسي وګړو په قتلولو، اختطاف، فزیکي ځورونې، هدفي وژنو او له رسمي موقف په استفاده د شخصي بدیو په پاللو ټول هغه بشري حقونه نقض کړې وو، چې همدې واکمنانو یې د ساتنې لپاره خپلو بهرنیو همکارانو ته ډاډ ورکاوه او په همدې نوم یې په میلیونونه ډالر مرستې ترلاسه کولې.

د پرځېدلي جمهوریت اُجرتي قاتلانو د بې ګناه وګړو په وژلو د جنرالۍ او وزارتونو مقامونه ترلاسه کړي؛ هغوی چې سخت ظالمان به وو او له هیڅ راز جنګي جنایت څخه یې مخ نه اړاوه، د خپلې بې رحمۍ او وحشت پر بنسټ ارتقاء ورکول کېده او د واک ګدۍ ته راوستل کېده.

د ملګرو ملتونو د جنیوا کنوانسیون په ځانګړو مادو کې ویل شوي، چې جنګي اسیران باید له هر راز شکنجې، تاوتریخوالي، ربړونې او ګواښ څخه خوندي وي؛ دې ته ورته د جزا نړیواله محکمه د جنګي اسیرانو قصدي وژنه د جنګي جرم په توګه پېژني او دغسي مجرمین محاکمه کوي. خو عبدالرشید دوستم د طالبانو او ټلوالې جګړې پر مهال، جنګي اسیران د دوستم لخوا تر نیولو وروسته په کانټینرونو کې د هوا او اوبو د نشتوالي له امله ووژل شوه، پاتي ټول د لیلي په دښته کې ژوندي خښ کړای شول.

عبدالرشید دوستم د پرځېدلي جمهوریت پر مهال هم د بشري حقونو له پرله پسې نقض برسېره، د حسابي په ځای د مارشالۍ په رتبه او ګڼو مډالونو تقدیر شو. د افغانستان په جنوب لوېدیځ کې یو بل جنرال، عبدالرازق چې په دغه سیمه کې د هدفي وژنو، شخصي زندانونو او اختطافچي بانډونو په لرلو یې خورا شهرت موندلی و، د سلګونو جنایتونو او بشري حقونو د نقض په قضیو کې مستقیم ښکېل و.

د کندهار رېګونه لا هم د جنرال عبدالرازق په لاس د قتل شویو بې ګناه وګړو له ککریو او هډوکو ډک دي؛ په تېرو څو کلونو کې هلته د داسې وګړو څو ډلییز قبرونه موندل شوي، چې لاس تړلي په رېګونو کې خښ کړای شوي وو. په کندهار کې د جنرال عبدالرازق په شمول، قوماندان نازک، جنرال ګلالی، سید محمد، د حوزو آمرین، د ولسوالیو امنیه قومندانان او د پوستو عادي قومندان لا هم په دغسي سلګونه بشر ضد جنایاتو کې ښکېل دي، خو هر یوه یې د بشري حقونو په نقض رتبې او مسؤلیتونه ترلاسه کړې وو او د ګڼ مېشتو سیمو واکمنان وو.

د هېواد په هر یو زون، ولایت او ولسوالۍ کې د بشري حقونو ناقضین واکمنان وو او د داسې سترو جنګي جنایاتو په توسط په شخصیتي لحاظ وپړسېدل، چې د تاریخ پاڼې به یې له خپلې لمنې هر ګیز جلا نه کړي. د پرځېدلي جمهوریت د بشر حقونو ناقضین واکمنان چې اوس له هېواد بهر اوسېږي، د شر او فساد برخه دي او له بهرنیو هېوادونو ملاتړو غواړي چې بیا یې د الوتکې پر وزرونو ټال افغانستان کې د جنګي جنایتونو لپاره را ستانه کړي.

د جرمونو نړیوالې محکمې، نړیوالو سازمانونو او بنسټونو تر دې مهاله د پرځېدلي جمهوریت هیڅ یو واکمن د بشري حقونو د نقض له امله نه دی محاکمه کړی.

یادؤنه: په هندوکش ‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش ‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version