پر افغانستان د اسلامي امارت تر حاکمیت وروسته چې په ټول هېواد کې په بشپړ ډول امنیت ټینګ شوی، بهرني چارواکي او ډيپلوماټان په ډاډه زړه کابل ته راځي. تازه، د ايران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، په خپل رسمي سفر کې کابل ته راغلی او د افغان حکومت له چارواکو سره تر لېدنو وروسته، د کابل ښار په يوه رستورانت کې یې ماځیګرنۍ خواړه خوړلي.

دا په ټوله کې په هېواد کې د بشپړ امنيت څرګندونه کوي؛ دا داسې يو حالت دی چې په تېرو شلو کلونو کې یې ساری نه دی لېدل شوی. پخوا به، د بهرنیو هېوادونو لوړ پوړي چارواکي د پراخې نا امنۍ له امله، حتی په سفارتونو او خوندي سيمو کې هم له حملو وېره درلوده او نه یې شو کولای په اسانۍ سره په دغو ځايونو کې شتون ولري.

خو نن ورځ، د افغان امنيتي ځواکونو د پرله پسې هڅو په پایله کې، په ټول افغانستان کې واقعي ټیکاو رامنځته شوی او بهرني وګړي او مېلمانه کولای شي په ارامۍ سره خپلو ورځني فعالیتونو او ټولنیزو لېدنو ته دوام ورکړي.

دا بدلون د اسلامي امارت تر واک لاندې افغانستان يو مثبت انځور وړاندې کوي او نورو هېوادونو ته هم دا پیغام ورکوي چې افغانستان اوس د دیپلوماتیکو، تجارتي او سیاحتي فعالیتونو لپاره امن او ارام چاپیریال لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version