د بلوچستان د ملت غورځنګ (BNM) بهرنیو کمپنیو ته خبرداری ورکړی چې، په بلوچستان کې له پانګونې ډډه وکړي، له اسلاماباد سره شوې معاملې د منلو وړ نهدي.
د یاد غورځنګ ویاند په یوه اعلامیه کې بهرنیو کمپنیو ته خبرداری ورکړی، چې د بلوچستان په طبیعي زېرمو کې سترګې خښې نه کړي او په دې سیمه کې د پانګونې له هڅو لاس واخلي.
اعلامیه کې ویل شوي چې، بلوچستان له پاکستانه د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي او له اسلام اباد مېشتو نامربوطو چارواکو سره هر ډول معامله د بلوڅ ولس لپاره بېخي د منلو نه ده.
یاد غورځنګ دا خبراداری داسې مهال ورکوي چې، تازه پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې دغه هېواد بهرنیو په ځانګړي ډول امریکایي شرکتنو ته بلنه ورکړې تر څو د بلوچستان او پښتونخوا په کانونو کې پانګونه وکړي.