د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي به د شنبې په ورځ په استانبول کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په ځانګړې غونډه کې ګډون کوي.

د راپورونو له‌مخې، یاده ناسته د ایران او صهیونیستي اسرائیلو ترمنځ د روانې جګړې په تړاو رابلل شوې او تمرکز به یې د یاد رژیم لخوا د ایران پر اټومي او پوځي تاسیساتو وروستي بریدونه وي.

ټاکل شوې په دې غونډه کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم ګډون او وینا وکړي.

د ترکیې ولسمشر تر دې وړاندې پر ایران د صهیونیستي اسرائیلو بریدونه غندلي او د یاد رژیم لومړی وزیر یې د ټولې سیمې لپاره ګواښ بللی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version