د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد وزارت وزیر مولوي امیرخان متقي د بنګلهدېش د علماوو، سوداګرو او صنعتکارانو له یوه پلاوي سره کتلي او د افغانستان د پانګونې او سوداګرۍ د فرصتونو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.
متقي د کتنې پر مهال په افغانستان کې رامنځته شوو پانګهییزو او سوداګریزو فرصتونو ته په اشارې، د دواړو هېوادونو د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي تعامل د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د بنګلهدېش پلاوي هم افغانستان ته له راتګ او د هېواد له وضعیت څخه خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د دواړو هېوادونو د ولسونو او حکومتونو د رغنده تعامل له لارې د اړیکو د لا پراختیا زمینه برابرېدای شي.
په لیدنه کې هیله څرګنده شوې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دا ډول لیدنې او تګ راتګ به د دوهاړخیزو اړیکو د پراختیا په برخه کې اغېزمن رول ولوبوي.


