د هندوکش غږ سرچينې وايي، چې د پرځېدلي جمهوريت پر مهال د بادغیس ولایت د اربکيانو مشهور قومندان شکور نواب چې څلور کاله وړاندې ايران ته تښتېدلی وو نا پېژانده کسانو د دغه هېواد په کرج سیمه کې وژلی دی.

د سرچينو په خبره شکور نواب په خپل استوګنځي کې د چاقو په وسيله وژل شوی دی.

د معلوماتو له مخې بريد کوونکی له پېښې وروسته د سیمې څخه په تښتېدلو بريالی شوی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version