هندوکش غږ اداره د لوی اختر د مبارکې ورځې په ویاړ ټول اسلامي امت، په ځانګړي ډول د افغانستان غیور، صابر او سرلوړي ولس ته د زړه له کومي مبارکي وړاندې کوي.

لوی اختر د حضرت ابراهیم علیه‌السلام د تسلیمۍ، وفادارۍ او بې‌سارې سرښندنې ژوندی درس دی. دا اختر موږ ته دا الهام راکوي چې د حق په لاره کې قرباني عزت دی، وفا قوت دی او طاعت بریا ده. دا ورځ یوازې د خوښیو نه، بلکې د روحاني پخلاينې، دروني ودې او ایماني تجدید ورځ ده.

اللهﷻ دې زموږ او ستاسو قربانۍ، طاعات، دعاوې او زحمتونه قبول کړي. زموږ ټولنه دې د رحمت، وحدت، عزت او سوکالۍ په لور رهبري کړي.

درنو هېوادوالو! راځئ چې دا مبارک اختر د مهربانۍ، ورورولۍ او یووالي په فضا کې ولمانځو. له کینو او کرکو نه زړه پاک کړو، خپل تېر اعمال اصلاح کړو، قهرجنان راخوشحاله کړو، یتیمانو ته خوښۍ ورکړو، د کونډو کورونو ته د امید دروازې شو او بې‌وسو ته د عزت لاس ورکړو.

هندوکش غږ ستاسو د احساس او خاموشو هیلو غږ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version