وحیدالدین حیدر

تېره ورځ څو تنه غله د خپل عمل په سزا ورسېدل او بیا مغرضو رسنیو او قومي تعصبګرو د غلو وژنې ته سمتي او قومي رنګ ورکړ.

د دولت دستګاه له مامورینو ډکه ده، د هر قوم او د هرې ژبې کارمند د دولت په بدنه کې ځان ویني، موده وړاندې د پنجشیر لپاره زرګونه بستونه اختصاص شول چې یوازې به پنجشیري ځوانان په دندو ګومارل کیږي.

قومونه د افغانستان ګلونه دي، جرم هغه پدیده ده چې قوم او سمت نه پیژني، جلال اباد کې د امارت په راتګ خوارج راپورته شول چې اکثره یې پښتانه ول مګر د خپل عمل سزا یې ولیدله، د هیواد په زندانونو کې د هرې ژبې او هر سمت مجرمین پراته دي.

مجرم ته قومي رنګ ورکول بذات جنایت دی. شریعت وایي چې په نېکو او ښو کارونو کې د خلکو ملا ور وتړﺉ، د ګناه او جنایت په کار کې چاته لاس او اوږه مه ورکوﺉ.

تاسې ته د جرایمو او د غلو او اختطافګرو تریخ داستانونه دریاد دي، د سوداګرو، پانګوالو او مخورو زامن به اختطاف کېدل، بیا به یې څاه ګانو کې ساتل، هره ورځ به یې ګوته پرې پریکوله او ويډیو به یې کورنۍ ته ورلېږله، سترګه به یې ترې وویسته ویډیو به یې کورنۍ ته ور ولېږله که به چا پیسې نه ورکولې بچی به یې ورته په برچو ټوټه کړ او د همدې حالت ویډیو به یې ورته فامیل ته ولېږله، که به اولاد یوځل وژل کېده مور او پلار به یې هره ورځ قتلیده ځکه د دغسې صحنو لیدل له مرګ کمه نه ده، هغه وخت به د کابل ادارې درواغجن تمثیل پیل کړ، امرالله صالح چې خپله د غلو د کاروانونو محصول د شش و نیم په نوم ډرامه کې به یې د غلو یو لیست خپور کړ د کابل واټونه به یې د غلو په انځورونو بدرنګه کړ چې د دوی د نیولو لپاره امنیتي ادارو سره مرسته وکړﺉ او برعکس غله به د همدوی تورو ښیښو موټرونو کې ګرځیدل، د همدوی وسلې به ورسره وې، د دوی ملاتړ به ورسره و، غلو لوړ منصبونه لرل او قضایي مصؤنیت یې درلود.

د پارلمان په چوکیو ناست اکثریت مطلق یې غله، اوباشان، قاتلان، د مخدره توکو کاروباریان، قاچاقبر او اختطافګر ول، که له رحماني یې راپیل کړﺉ تر الاګل پورې د دوی جرمي سوابق را وسپړﺉ همدوی د افغانستان په وجود کې هغه سرطاني دانې وې چې هیڅ معالجه یې نه وه پرته له دې چې دوی محوه نشي.

هر یو یې کورونو کې شخصي زندانونه او مسلخونه لرل چې د بېګناه ولسونو او تنکیو بچیو لاسونه او سرونه پرېکېدل، مګر چا نشول نیولی، د کابل په ښار کې به یې له خلکو برالا باج اخیسته، حمید خراساني او حسیب قوای مرکز د کابل د ښار ساحې تقسیمې کړې وې، له دوکانونو او مارکیټونو یې باجونه وړل او د دوی تر شا همدا امرالله، عبدالله، بسم الله او عطاء ولاړ ول.

اوس هم د دوی بانډ پورې مربوط اوباشان پخواني خیال پلونه وهي، په امنیتي موظفینو ډزې کوي او ښار کې وسلوالې نښتې کوي نو دغسې اوباشانو او لوچګانو ته غاړو کې ګلان باید واچول شي؟د دوی یوازنی فرمول همدا دی چې مرغ کم ګویش کم.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version