له هغه راهیسې چې شوروي اتحاد په افغانستان کې د ماتې خوند ولید، د تېښتې لار یې خپله او د خپل استعماري تاریخ پر لمن یې نه پاکېدونکی تور داغ پرېښود، له افغانستان څخه یې هیڅ خوږه خاطره په زړه پاتې نه شوه؛ دا هېواد به همېشه له عار او ننګ سره وریادېږي.

همدا لامل شو چې له دومره جګړې وروسته نن روسیه د افغانستان د اوسني حکومت له مهمو مشروعیت ورکوونکو هېوادونو څخه ده، ځکه دوی په ښکاره توګه درک کړه چې له افغان ملت سره له تفاهم، سولې او جوړجاړي پرته بل انتخاب نه لري.

خو دا یوازې د پردیو له نظره د قضیې ظاهري بڼه ده. له هغه وخته چې شوروي اتحاد له افغانستان څخه پښې سپکې کړې، افغان ملت د بې‌ اتفاقۍ، تفرقې او پاشلتیا له سخت ناورین سره مخ شو. د نفاق او پاشلتیا تخم د افسانو د جادويي لوبیا په څېر ژر وده وکړه او ریښې یې لا ژورې او قوي شوې.

له شورویانو څخه په راوروسته دور کې د واحد حکومت جوړولو او د څو کلنو جګړو د خرابۍ د جبران په موخه، سیاسي ګوندونه او ډلې سره را ټول شول، پرېکړه وشوه تر هغه چې د یوه ټول‌ شموله او منظم حکومت د رامنځ ته کېدو لپاره وروستۍ پرېکړه کېږي، د هرې ډلې مشران به په نوبتي ډول د دولت مشري پر غاړه واخلي، د نوبت له تېریدو وروسته به بل مشر او رهبر ته چوکۍ پرېږدي.

خو د دې پرځای چې د سیاسي ګوندونو د لومړیو هستو دا هڅې د یووالي لامل شي، ګوندونه په بېلابېلو بڼو، له ځانګړو پلویانو سره د زورواکو، ځان‌ غوښتونکو او واک‌ مینو ډلو په بڼه راڅرګند شول او له هماغه وخته د ډلبازۍ، ځان محورۍ او جمیعت‌ پرستۍ فرهنګ اوج ته ورسېده.

که څه هم نن د افغانستان په سیاسي فضاء کې د سیاسي ګوندونو لپاره ځای نه دی پاتې او د دې ډلو ټپلو ډېری غړي او مخالفین له هېواد څخه بهر ژوند کوي، خو لا هم دغه کسان د نالایقو، متعصبو او ظاهربینو مشرانو تر مشرۍ لاندې په خوبونو او خیالونو کې ډوب دي، کله نا کله په غونډو او ناستو کې ځانونه ښيي؛ خو دا هڅې نور رنګ نه راوړي، بې ځایه او بېهوده دي.

یو څه چې اوس مهال د جمیعت دننه تر ټولو ډیر تر سترګو کېږي، د جمیعت د ننه په قدرت کې د پاتې کېدو پر سر بې‌ اتفاقي، سرګرداني، بې پایلې هڅې او ناسالم رقابت دی.

که څه هم د دې قدرت‌ طلبۍ بیه خپل منځي وژنې، تاوتریخوالی او دسیسې وي؛ خو هغه څه چې د جمیعت د ننه یې د دسیسو بازار تود کړی، یوازې د شخصي ګټو پالل، سلیقوي چارې او کاذبه خودنمایي ده.

دغه ډول کړنې نن د افغانانو ترمنځ هېڅ ځای نه لري او ترسره کوونکې څیرې یې نور ملت ته مخ نه لري. له دې سره، سره د جمیعت مشران لا هم د واک او مشرۍ پر سر یو بل په سر وهي، د یو بل په وړاندې له هېڅ ډول فشار، تهدید او زور وهلو څخه ډډه نه کوي.

د داسې صحنو لیدل او د قدرت د یوه ناشوني دور سنجش، هغه هم له داسې کسانو څخه چې ځانونه پوهان، تحصیل‌ کړي او با وقاره بولي، خورا د افسوس وړ او د پوهانو له شان سره ټکر دي.

که ژوره څېړنه او پلټنه وشي، دا څرګندېږي چې د جمیعت مشران چمتو دي د خپلې بقاء لپاره هر کار ته لاس واچوي، حتی که دا د دیني ارزښتونو، اصولو، یا قوانینو تر پښو لاندې کول هم وي، د ځان لپاره هېڅ راز محدودیت نه ویني، ځکه چې شخصي ګټې یې تر هر څه ورته مهمې دي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version