د ايراني رسنيو د راپور له مخې د حماس غورځنګ د رهبرۍ شورا د مشر محمد اسماعيل درویش په مشرۍ يو لوړ پوړی پلاوی ایران ته تللی او هلته یې د ياد هېواد له مذهبي مشر آيت الله علي خامنه ای سره کتلي دي.

خامنه ای د حماس غورځنګ غړو سره په خبرو کې ويلي، چې په غزه کې د صهيونيستي اسرائيلو ماتې امريکا خپلو موخو ته له رسېدو راګرځولې ده.

نوموړي دغه راز د صهيونيستي رژيم پر وړاندې د حماس غورځنګ او د غزې د ټولو خلکو مبارزه او قرباني ستايلې او ډاډ یې ورکړی چې د فلسطين مظلوم ملت به له دې کړاوونو يوه ورځ راوځي.

ياده دې وي چې د حماس غورځنګ په دې پلاوي کې د رهبرۍ شورا د مشر سربېره د حماس د سياسي دفتر د رئيس مرستيال خليل لحيه، او د فلسطين په باختري سيمه کې د حماس مشر زاهر جبارين هم ګډون درلوده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version