د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، چې په افغانستان کې پاتې شوې ټولې وسلې په بشپړه توګه خوندي دي او هیڅ چاته یې د ناسمې کارونې اجازه نه ورکول کېږي.
ښاغلي فطرت، دا څرګندونې له امریکایي ځواکونو څخه د پاتې شویو وسلو په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وروستیو اندېښنو ته په ځواب کې کړې دي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند، شفقت علي خان تېره ورځ ادعا کړې وه چې، افغانستان کې له امریکایي ځواکونو څخه پاتې شوې وسلې د پاکستان د امنیت لپاره اندېښنې رامنځته کړي او په خبره یې، دغه وسلې د ځینو ډلو له خوا پاکستان کې د بریدونو لپاره کارول کیږي.
دغو اندېښنو ته په ځواب کې، ښاغلي فطرت په ټینګار سره ویلي، چې سرپرست حکومت به ډلو او اشخاصو ته اجازه ورنهکړي چې له وسلو او پوځي تجهیزاتو څخه ناسمه ګټه پورته کړي او د هېواد امنیت په دغه برخه په بشپړه توګه تضمین شوی دی.