Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د خوړ کاڼې که پاسته وای، د صحرا سپیو به وختي خوړلي وو
    لیکني

    د خوړ کاڼې که پاسته وای، د صحرا سپیو به وختي خوړلي وو

    صابر افغانصابر افغان24 مارچ 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ارغوان وطنیار

    په دې وروستیو کې له پاکستاني چارواکو د ادب او ديپلوماسۍ ژبه هېره ده، که هره ټکه پرې لویږي دوی افغانستان ته خولې اچوي.

    اقتصادي بحران به خامخا د انسان پر روان اغېز پرې باسي، طبعاً امنیتي تهدیدات د چارواکو له سترګو خوبونه تښتوي خو متل دی چې څه کرې، هغه به رېبې.

    د پاکستان ټول اقتصاد جرمي اقتصاد دی، دا د شر جغرافیه ده، د جګړو لولۍ ده، د دنیا هیوادونه خپل شریرې جګړه ایزې پروژې د همدې جغرافیې په کرنیلانو او جرنیلانو تطبیقوي.

    څوک چې لمنو کې سکروټې ګرځوي لمن به یې سوزي، موږ ورته په کراتو ویلي:زما د کور لمبو ته مه تودېږه دېوال شریک لالیه اور به واخلې، خو پاکستاني چارواکي له خپلو عادتونو مجبور و، دوی د جګړو په ډالرو تغذیه شوي او معتاد شوي، د دوی رګ رګ کې د دې اعتیاد افیم زرق شوي، هغه خپل لګول شوي اور لمبو کې ټسیږي‌ او زور یې له افغانستانه وباسي.

    وروره ګله د خوړ کاڼې که پاسته وای نو د صحرا سپیو به وختي تېر کړي وای، د دې جغرافیې هضم که دومره وړیا او اسانه وای نو هغه مهال چې هیڅ نظام نه و دا جغرافیه چا هضم نه کړه، اوس خو د یو سوچه افغاني نظام چتر یې په سر خور دی.

    جګړې اسانه نه وي او نه یې زغمل د هر چا د توان خبره وي، په پاکستان لا جګړې نه دي راغلي، د چارواکو یې اوس نه سپينې تښتیدلي، کله واخان نیسي او کله کابل نیسي، سپی چې ایسار شي یا غاپي یا مرداری کوي، نو دوی همدې صورتحال کې ګیر پاتي دي، هند یې دښمن، ایران يې دښمن، افغانستان یې دښمن او چین فرصت طلبه مطلبي یار دی چې سخته کې به په دوربین کې ونه ګوري.

    دوی ته هغه د شاعر بد دعا قبوله شوې چې وایي :زما ازار دې لیونی کړه اشناچې په سوکانو باندې ځان وژنې، ګاونډیتوب اخلاص غواړي، سړيتوب غواړي هسې هم نړۍ د یو کلي غوندې شوې او کلي کې د سړيتوب ژوند په کار وي.

    دا نه چې د شاعر خبره :چې چېرته ځم خبرې ستا د بې ننګۍ اورم،سړی خو ځای چېرې د سترګو لګېدو پرېږدي،دا یو منل شوی اصل دی چې هر عمل عکس العمل لري، د رحمان بابا خبره؛ هر چې بل ازاروي هغه ازار شي.

    د افغانانو د نیمې پېړۍ انتقام ترې منتقم ذات جل جلاله اخلي، د افغانستان د مظلومې کربلا خاورې اوبال دی چې نن د شر جغرافیه د شر په بټ کې ټڅیږي.

    هر څوک باید دومره درد چاته ورکړي چې سبا یې د زغملو توان ولري.د تراب صاحب خبره :ګرېوان مې پرېږده که په ځان دې خپل ګرېوان لورېږي،دومره مې ووهه چې څومره دې په ځان لوریږي.

    مخکینۍ مقالهمسکو: د برید په تړاو ۱۱ تنه نیول شوي، څلور تنه اصلي عاملین هم پکې دي
    راتلونکي مقاله د شمالي ټلوالې، تاجکستان او داعش لوبه

    مربوطه لیکنې

    د مخالفينو د شعاري يووالي واقعیت

    14 مارچ 2026

    مخکښ پاکستانی خبریال، احمد نوراني: زموږ سره د عاصم منیر په څېر د هېواد پلورونکو، ضمیر پلورونکو او مفاد پرستو خلکو هېڅ کمی نشته

    13 مارچ 2026

    د پاکستاني پوځي رژیم د ناکامۍ روڼ انځور

    13 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 15 مارچ 2026

    بلوڅ ازادي غوښتونکو بلوچستان کې درې پاکستاني جاسوسان هلاک کړي

    د بلوچستان لېبرېشن فرنټ (بي اېل اېف) وسله‌والې ډلې په جلا جلا بریدونو کې د…

    د تېري په وړاندې د افغان حکومت د مخالفينو خيانت او بې‌ننګي

    15 مارچ 2026

    صهیونیستي رژیم د ایراني ډرونونو د مخنیوي برخه کې له اوکراین د مرستې غوښتنه کړې

    15 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    بلوڅ ازادي غوښتونکو بلوچستان کې درې پاکستاني جاسوسان هلاک کړي

    15 مارچ 2026

    د تېري په وړاندې د افغان حکومت د مخالفينو خيانت او بې‌ننګي

    15 مارچ 2026

    صهیونیستي رژیم د ایراني ډرونونو د مخنیوي برخه کې له اوکراین د مرستې غوښتنه کړې

    15 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،122 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،072 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،144 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.