افغانالاصله پخوانی امریکایي ډيپلوماټ، زلمي خلیلزاد پر خپله اېکسپاڼه، د پاکستان پوځي رژیم د پارلمان له لوري د تازه تایید شوې طرحې په غبرګون کې لیکلي، چې نن د پاکستان لپاره خواشینونکې ورځ ده.
نوموړي زیاته کړې، چې د دغه هېواد پارلمان، پاکستان کې پر شته نیم ژواندې ډیموکراسۍ هم ګوزار وکړ.
خلیلزاد پر خپله اېکسپاڼه لیکلی: «د پاکستان پارلمان په ناخبرۍ کې د ډيموکراسۍ د له منځه وړلو لپاره رايه ورکړه. دوی د یوه استبدادي پوځ مشر تر واک لاندې رژیم ملاتړ وکړ.»
دا په داسې حال کې ده، چې تازه د پاکستان پوځي رژیم پارلمان هغې طرحې ته د تائید رایه ورکړې چې له مخې یې د دغه رژیم د پوځ د مشر واکونه او صلاحیتونه بېساري لوړېږي.
نیویارک ټایمز راپور ورکړی، چې د دې طرحې له مخې عاصم منیر ته پراخ واکونه او د عمر تر پایه قانوني معافیت ورکړل شوی.
د راپور له مخې، دا بدلون پر دغه هېواد د پوځ کنټرول لا پیاوړی کوي او د هېواد قضايي خپلواکي کمزورې کوي.
د دې طرحې له مخې، د “دفاعي ځواکونو مشر” نوې څوکۍ رامنځته شوه، چې له مخې یې منیر د پوځ تر څنګ د سمندري او هوايي ځواکونو مشر هم ګرځي.
د دې طرحې تائید د پاکستان دننه پراخ غبرګونونه پارولي دي.
