د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره د هېواد په ۲۹ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.

په خبر پاڼه کې ویل شوي چې د ثور په ۲۸ مه او ۲۹ مه نیټه په بدخشان، تخار، کندز، بغلان، پنجشیر، نورستان، کنړ، لغمان، ننگرهار، کاپیسا، کابل، پروان، میدان وردک، بامیان، دایکندي، سمنگان، بلخ، جوزجان، سرپل، غور، فاریاب، بادغیس، هرات، فراه، هلمند، کندهار، ارزگان، زابل او غزني ولایتونو کې د شدید باران، تالندې، توپانونو او سېلابونو د راوتلو امکان شته دی.

د هوا پېژندنې ادارې د اټکلونو له مخې، د اورښت کچه به په بېلابېلو سیمو کې له ۱۵ څخه تر ۵۰ ملي مترو پورې وي.

له دې وړاندې هم د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې د سختو اورښتونو له امله سیلابونه راوتلي و، چې په بغلان، تخار، بدخشان او یو شمېر نورو ولایتونو کې یې خلکو ته سخت مالي او ځاني زیانونه واړول.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version