د روسي رسنيو د راپورونو له مخې د روسیې ملي امنیت ادارې ویلي، چې ⁧‫پرون جمعه یې په مسکو‬⁩ کې د دغه هېواد د کورنيو چارو وزارت ودانۍ ته نږدې د داعش خراسان څانګې له خوا د ترهګریز برید مخه نیولې.

د روسیې د ملي امنيت ادارې د معلوماتو له مخې ګمان کېږي چې د داعش ډلې دا کسان د منځنۍ اسیا وو او په پاکستان کې د يادې ډلې په مرکزونو کې روزل شوي وو چې د روسي پوليسو سره له مقاومت وروسته وژل شوي.

په خپرو شويو راپورونو کې راغلي چې له يادو کسانو سره يو په يوه موټر کې چاوديدونکي توکي، توفنچې، او چړې وې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version