القاعدې غورځنګ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د ياد غورځنګ د پوځي څانګې جماعة نصرة الاسلام والمسلمین ځواکونو د افریقا د مالي هېواد په پلازمېنه باکو کې پر پوځي کاروان برید ترسره کړی، چې په ترڅ کې یې لس تنه پوځیان وژل شوي او پوځي مهماتو ته یې هم زیان اوښتی دی.

خبرپاڼه زياتوي چې القاعده ځواکونو په ياد بريد کې دغه راز یو پوځي موټر، یو ثقیل او ګڼ شمېر نور پوځي تجهیزات هم ترلاسه کړی دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version