له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د سرپرست حکومت ‏د ریاست الوزرا د دفتر رئیس ملا عبدالواسع په کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ سره کتلي.

د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې ملا عبدالواسع هیله ښودلې چې چین د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندنه کې خپلې هڅې دریغ نه کړي او د واخان لارې په پرانېستلو سره به د دواړو ‏هېوادونو تر منځ راکړه ورکړه او تګ راتګ زیات شي.

د خبرپاڼې له مخې، بل لورته ژاو شینګ ویلي، چین په نړیوالو غونډو کې له افغانستان ملاتړ کړی او د تېر په پرتله یې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې پیاوړې شوې دي، چې یوازې په تېر کال کې یې یولس زرو افغانانو ته د ویزې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version