د راپورونو له مخې د پاکستان د طالبانو غورځنګ ځواکونو د پښتونخوا د بنو ولايت په بکاخېل ولسوالۍ کې دوه پاکستاني پوليس له نيولو وروسته وژلي او جسدونه یې ځايي خلکو پیدا کړې دي.
د پاکستان د طالبانو غورځنګ په دې ورستيو کې تر بل هر وخت پياوړی شوی او د پاکستاني حکومت ګڼو پوځيانو، پوليسو او نورو امنيتي ادارو غړو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې.