‏د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري بدخشان کې یوې جوړې شوې غونډې ته ویلي، اوس هم د نړۍ ځینې استخباراتي ډلې په بېلابېلو نومونو غواړي د هېواد امنیت اخلال کړي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د افغانستان غیور ملت بیا نه دوکه کېږي، ځکه دا ولس اوس د دښمن د هر ډول توطیو پر وړاندې هوښیار او بیدار شوی دی.‏

ښاغلي نوري ډاډ ورکړی، چې افغان حکومت پر خپله ټوله خاوره واکمن دی او هیڅ چاته د تېري کولو اجازه نه ورکوي.

په ورته مهال ځایې اوسېدونکو جوړې شوې غونډې ته په ډاګه کړې، چې د افغان حکومت په راتګ سره د افغانستان په ګوټ، ګوټ کې امن ټینګ شوی او د تبعیض لمن ټوله شوې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version