امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر، مایک پمپیو په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال ادعا کړې چې له طالبانو سره په دوحه کې د سولې تړون د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتنه وه.
مایک پمپیو زیاته کړې، ټرمپ دغه غوښتنه ځکه درلوده چې امریکايي ځواکونو ته له افغانستان څخه د وتلو لار هواره شي.
د امریکا دغه پخوانی د بهرنیو چارو وزیر داسې مهال دا خبرې کوي چې ټرمپ له تېرو درېیو کلونو راهیسې هر ځل د دغه هېواد د مخکیني ولسمشر جوبایډن اداره له افغانستان څخه پر وتلو ملامته کړې ده.