ورځ او نېټه: چهارشنبه ۱۴۴۷/۱/۲۷ ھ ق.

  • [ ] افغانستان:
    ۱_د برېښنا شرکت رئیس او د ازبکستان انرژۍ وزیر ترمنځ د برېښنا اړوند موضوعاتو په اړه خبرې شوي.

۲_د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر سوداګرۍ او په دې برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې شوي.

۳_ملا عبداللطیف منصور د بخش‌اباد بند د انحرافي تونلونو د چارو پر ژر بشپړېدو ټینګار کړی.

۴_بهرنیو چارو وزارت: تېر کال د ۱۷۶ هېوادونو څخه کابو ۲۵۰ زره بهرنیو وګړو ته ویزې صادرې شوي.

۵_مولوي امیرخان متقي: تېر کال توانېدلي یو، چې په روسیې، ترکیې او پاکستان کې د سرپرست حکومت ډيپلوماټیک حضور د سفیرانو تر کچې لوړ کړو.

۶_د افغانستان بانک: د تېر کال په پرتله د امریکایي ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۰.۷۹ سلنه لوړ شوی.

۷_اقتصادي معاونیت: د ابونصر فراهي بندر د پراختیا لپاره ۴۰۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې کېږي.

۸_کورنیو چارو وزارت: د بدخشان په راغستان کې د څلورو کسانو د وژنې عاملین ونیول شول.

۹_د امر بالمعروف‌، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت: تېره میاشت د ښځو د حقونو او ستونزو په تړاو ۱۲۰ قضیو ته رسېدنه شوې.

  • [ ] سیمه:
    ۱_د ایران په قم ولایت کې چاودنې اووه کسان ټپیان کړي.

۲_جنوبي وزیرستان او لکي مروت کې د پاکستاني پوځ پر پوستو ډرون بریدونه شوي.

۳_د ايران ولسمشر مسعود پزشکيان: ايراني ځواکونه پر اسرائیلو بيا ځلې بريد ته چمتو دي.

  • [ ] منځنی ختیځ:
    ۱_حماس، اسلامي نړۍ ته؛ غزه کې زموږ خلک له لوږې مړه کېږي، چوپتیا مو ماته کړئ.

۲_ملګري ملتونه: غزه کې روانه قحطي او لوږه د نړۍ په معاصر تاریخ کې ساری نه‌لري.

۳_د اسرائیلو دفاع وزیر: له ایران سره د جګړې د بیا پيل احتمال شته.

۴_د نتنیاهو د ترور هڅه؛ اسرائیلي استخباراتو په همدې تړاو یوه مېرمنه نیولې.

۵_د سوریې دفاع وزیر: هغوی به ونه‌ بښل شي چې له پوځي یونیفورم څخه په استفادې یې السویداء کې ناقانونه کړنې ترسره کړې دي.

  • [ ] نړۍ:
    ۱_د روسیې او اوکراین ترمنځ د مذاکراتو درېیم پړاو روانه اوونۍ ترکیه کې ترسره کېږي.

۲_أنصار الشریعة د مصر او سینا خلکو ته؛ د سر په بیه د غزې له‌ محاصره شویو خلکو سره مرسته وکړئ.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version