سوریه کې له وروستیو تحولاتو وروسته د صهیونیستي اسرائیلو هوایي ځواکونو د سوریې د پرځېدلي رژیم پر پوځي اهدافو او د علمي څېړنو پر مرکزونو پراخ بریدونه ترسره کړي دي.

د معلوماتو له مخې په دغو بریدونو کې د سوریې د پخواني پوځ لسګونه جنګي الوتکې، د هوایي دفاع رادار سستمونه او د درنو وسلو لسګونه ډيپوګانې هم په نښه شوي دي.

صهیونیستي اسرائیل په سوریه کې له پرځېدلي رژیم څخه پاتې شوي پوځي تجهیزات د ځان لپاره ګواښ ګڼي او په پرله‌پسې ډول یې پر دغو مرکزونو او د علمي څېړنو پر تاسیساتو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

د یادونې وړ ده چې صهیونیستي اسرائیلو پر سوریې له هوایي بریدونو سربېره ځمکني عملیات هم پیل کړي او د سوریې پلازمېنې دمشق نږدې برخو ته رسېدلي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version