نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د جنوبي کوریا سانچئونګ ښار کې له درنو ورښتونو وروسته ځمګ‌ښوېېدنه رامنځته شوې، چې له امله یې یو تن مړ شوی او څلور نور لادرکه دي.

د راپور له مخې، د پرله‌پسې ورښتونو له‌ امله څو سیندونه هم له خپل مسیر څخه منحرف شوې، چې له امله یې خلکو ته درانه زیانونه اوښتي دي.

سانچئونګ ښار له کابو ۳۴ زره نفوس سره د جنوبي کوریا په جنوب ختیځ کې پروت دی؛ چې تېره ورځ یې ټولو اوسېدونکو ته د تخلیې امر هم شوی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version