د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه کې د ۸۲۸ میلیونه افغانیو په ارزښت شپږ پروژې منظورې شوې.

د اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له‌مخې، دې غونډې ته له اجنډا سره سم ۲۸ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې، چې له بحث وروسته ۱۹ پروژې تعدیل، شپږ پروژې منظورې او د یوې پروژې قرارداد لغوه شو.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم د ملي تدراکاتو کمېسیون په غونډو کې د ملیاردونو ډالرو په ارزښت لسګونه پراختیایي او بنسټیزې پروژې منظورې شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version