نيويارک ټايمز ورځپاڼې په يوه تحليلي راپور کې، چې د ټرمپ وروستي اقدامات او په داخلي او نړيواله کچه یې د امريکا وضعيت، اقتصادي ثبات او د کار بازارونه پکې څېړلي، ويلي چې د امريكا اقتصاد کمزوری شوی بېکاري ډېره شوې او ټرمپ له سختو داخلي فشارونو سره مخامخ دی.
دغې ورځپاڼې زياته کړې، چې ټرمپ هڅه کوي د امريكايانو توجه د امريکا له روان وضعيت بل لوري ته واړوي او د روسیې پر لور د امريكايي اټومي اوبتلونو استول ښايي د همدې هڅې یوه برخه وي.
نيويارک ټايمز همدا راز ويلي، چې د جولای میاشتې لپاره د امريکا د کاري بازار راپور خپرېدو ته چې پکې په لوړه کچه د نوو کارکوونکو ګمارنه کمه ښودل شوې وه، ټرمپ سخت غبرګون وښود، دغه شمېرې یې دروغ وبللې او د حکومت د هغې ادارې مشر یې له دندې ګوښه کړ چې دا راپور یې چمتو کړی و.
په ورته وخت کې د دې راپور له خپرېدو دوه ورځې وړاندې د موټر جوړونې مشهورې امريکايي کمپنۍ «فورډ» اعلان وکړ چې په وروستيو کې د ټرمپ له لوري د تعرفو لګولو سخت زيانمن کړي او په ميليونونو ډالرو تاوان وراوښتی دی.