د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د تاشکند پانګونې نړیوال فورم په څنډه کې د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف سره کتلي.

صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د سوداګرۍ، اقتصاد، ټرانسپورټ، لوجیستیک، برېښنا، کرنې او کانونو کیندنې برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د غونډې په پای کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د تاشکند پانګونې نړیوال فورم کې د افغانستان په اړه د ازبکستان د ولسمشر د دریځ ستاینه کړې ده.

د ویلو ده، چې د ازبکستان ولسمشر د یاد کنفرانس د پرانیستې مراسمو کې د افغانستان اقتصادي وده د ټولې سیمې په ګټه بللې وه او له سرپرست حکومت سره یې پر تعامل ټینګار کړی و.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version