د عامې روغتیا وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي د ایران په مرکز تهران کې فوق تخصصي پروګرامونو کې د تحصیل کونکو افغان متخصصینو سره کتلي.

د یاد وزارت په وینا، په دې لیدنه کې ښاغلي جلالي د فوق تخصصي برنامو ګډونوالو افغان متخصصینو وړاندیزونه او ستونزې اوریدلي او هغوی ته یې د اسانتیاوو د ایجاد او ستونزو د حل ډاډ ورکړی دی.

ښاغلي جلالي همداراز یادو متخصصینو ته ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې تاسې ته افغانان اړتیا لري او د تحصیلي دورې له بشپړولو وروسته به تاسې ته په دولتي سکټور کې د خدمت کولو زمینه برابره شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version