د صنعت او سودګرۍ وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست وزیر نور الدین عزیزي د یوه پلاوي په مشرۍ نن چهارشنبه (د وري ۲۷مه)، ‏پاکستان هېواد ته په سفر ولاړ.

د یاد وزارت په وینا، په دې پلاوي کې د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیالۍ، د بهرنیو چارو، مالیې، د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو، ترانسپورت او هوایي چلند، کرهنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو او همدارنګه د کرهنیزو تولیداتو، سوداګرۍ او پانګونې خونو استازي شامل دي.

یاد وزارت د دې سفر موخه د دواړو هېوادو د سوداګرۍ، ترانزیت او لېږد رالېږد په لاره کې د پرتو خنډونو څېړل او لیري کول، په پاکستان کې د پرتو افغان کډوالو په وړاندې د شته ستونزو او ننګونو په اړه خبرې اترې ښودلي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version