د صنعت او سوداگرۍ وزارت وايي، د دغه وزارت د چارسمبالي وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ د دولتي او خصوصي سکتور گډ پلاوی نن ازبېکستان ته ولاړ.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه پلاوي کې د صنعت او سوداگرۍ وزارت چارواکي او د اړوند ادارو او خصوصي سکتور استازي گډون لري.
ټاکل شوې چې ياد پلاوی په تاشکند ښار کې د افغانستان د محصولاتو او تولیداتو د څلور ورځني نندارتون پرانیسته او د «تجارتي تواصل» په کنفرانس کې گډون وکړي.
په دغه نندارتون کې د افغانستان ۲۵۰ سوداگر او صنعتکاران خپل محصولات او توليدات لکه غالۍ، لاسي صنايع او وچې مېوې هم نندارې ته وړاندې کوي.
د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، په کور دننه او بهر د افغاني تولیداتو لپاره دغه ډول نندارتونونه کولی چې افغاني محصولات په سیمه او نړۍ کې ښه بازار پیدا کړي او ورسره به د افغاني تولیداتو په کیفیت او شمېر کې هم ډېروالی راشي.