د پاکستان د حکومت له لوري افغان کډوالو ته په خپله خوښه د بېرته ستنېدو د ټاکلي ضرب الاجل له پای ته رسېدو وروسته پولیسو کور په کور پلټنې پیل کړي دي.
د افغان کډوالو لپاره ټاکل شوې موده د جون په ۳۰ مه نېټه پای ته ورسېده، د مودې د بیا غځونې په اړه تر دې دمه څه نه دي ویل شوي.
د پاکستان حکومت له دې وړاندې اعلان کړی و، چې د ICC او POR کارتونو درلودونکي کډوال به هم په جبري توګه د ایستلو د لړۍ په دویم پړاو کې شامل وي.
په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان کډوالو رسنیو ته ویلي، چې پاکستاني پولیسو یې ژوند تریخ کړی او د دوی په زورونه یې لاس پورې کړی دی.
تر دې وړاندې د افغان کډوالو جبري وېستنې په تړاو ګڼو نړۍوالو بنسټونو او افغان حکومت د پاکستاني حکومت پر دې دریځ کلکې نیوکې کړې وې.
دا په داسې حال کې ده، چې له ایران او پاکستان څخه هره ورځ سلګونه کورنۍ په جبري وېستل کېږي.
د پاکستان حکومت چې له کومه وخته په جبري توګه د افغان کډوالو د وېستلو بهیر پیل کړی، له هماغه وخته افغان کډوال د پاکستان حکومت د کړنو او له دوی سره د چار چلند څخه سر ټکوي او وایي، چې پاکستاني پولیس دوی زوروي.