له ملي دفاع وزارت څخه په خپرو شویو معلوماتو کې راغلي، چي د ۲۱۵ عزم قول اردو په دویمه پلې منصوري لواء کې څلور عرادې روسي ټانګونه د یادې لواء د انجینیرۍ ډلې په هڅو ترميم او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي دي.

په يادو ترميم شویو ټانګونو کې دوه عرادې «T55» او دوه عرادې «T62» روسي ټانګونه شامل دي، چې له ترمیم وروسته د ګټې اخیستنې وړ ګرځېدلي دي.

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د شوروي اتحاد له پوځي ماتې وروسته زرګونه روسي ټانګونه، بې شمېره پرمختللې وسلې او ګڼ شمېر نور پوځي تجهیزات پاتې شول، چې د کورنیو جګړو په ترڅ کې د دخیلو لوریو له‌خوا په کمه بیه پر ګاونډیو هېوادونو وپلورل شوې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version