لنډغر او د ځینو نورو خیالي جبهو غړي که هرڅومره هڅه وکړي چې، خپلمنځي مسايل پټ وساتي، دا نور امکان نه لري چې پټ دې پاتې شي.
نصرت اقبال چې د ازادۍ جبهې غړی ده، نوموړي د لنډغرو/مقاومت جبهې هغه پټ رازونه افشا کړي چې، دوی د خپلو شخصي ګټو لپاره د پردیو زامن په یوه او بل نوم جنګوي، امتیازات یې ځانته اخلي.
د بغاوتګرو له دې کړنو څخه عوامو ته لکه د لمر په څېر څرګنده شوه چې، دا ډلې او ټپلې یوازې او يوازې د مادیاتو لپاره د اسلامي امارت په ضد تبلیغاتي او نمایشي فعالیتونه ترسره کوي، ترڅو له بهرنیانو په دې نوم پیسې ترلاسه کړي.
نصرت اقبال چې د لنډغرو له خیالي جبهې سره مخالفت وښوده، ادعا یې وکړه چې، په تېر یوه کال کې، د حاکم شرعي نظام ضد بریدګر چې د اسلامي امارت منګولو ته لوېدلي، له تخریبي فعالیت وروسته له مالي مسؤله د حق الزحمې د ترلاسه کولو لپاره، موقعیت انتخابوي، په انتخاب شوي ځای د اسلامي امارت استخبارات ولاړ وي او د دوی له لوري نیول کېږي.
دوه میاشتې وړاندې هم څو تنه لنډغر د لغمان ولایت دولت ولسوالۍ په مربوطاتو کې سره راټول شوي وو، د حاکم نظام پر وړاندې یې د مخالفو ډلو بیرغونه پورته کول.
دا ډله چې هم د استخباراتو لخوا ونیول شوه، دوی په جواب کې وویل چې، مونږ ته د لنډغرو/مقاومت جبهې له لوري هدایت راکړل شوی و چې، تاسو فقط خپل غږ د طالبانو خلاف پورته کړئ، ویډو وکړئ او بیا یې له مونږ سره شریکه کړئ په مقابل کې به یې تاسو ته پیسې درکړو.
معلومه شوه چې خیالي جبهې په ویډویي تبلیغاتو، او بې معنی شعارو بهرني مالي ملاتړي پیدا کوي؛ بلخوا خپل لارویان د مرګ کندې او یا زندانونو ته ټېل وهي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.