سي بي ایس نیوز خبري چینل راپور ورکړی چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کانګرس غړی او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پخوانی قومندان جنرال مایک والټز د خپل ملي امنیت د سلاکار په توګه ټاکلی دی.

د راپور له مخې والټز د امریکا په پوځ او ملي ګارد کې له ۲۷ کلن خدمت سره یو له هغو قومندانانو څخه دی چې له طالبانو سره د جګړې مخينه لري.

همدا راز والټز د چین د پالیسیو له سختو منتقدینو څخه ګڼل کیږي او په وار وار یې د جوبایډن په مشرۍ په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د متحده ایالاتو په ګډوډ وتلو نیوکه کړې ده.

د يادونې وړ ده چې والټز تل د ټرمپ د بهرنیو پالیسیو ملاتړ کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version