د ملي دفاع وزارت وايي، د بېلابېلو قطعاتو او جزوتامونو ۱۲۶تنه ځوان منسوبین د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جگړه‌ییزو قومندانۍ څخه فارغ شول.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، یادو منسوبینو د څلورو میاشتو په موده کې بېلابېلې مسلکي زده‌کړې وي.: « تاسو د ظاهري اعداد له یوې برخې څخه فارغ شوي یاست، هڅه وکړئ په خپلو مسلکي برخو کې د عصر د غوښتونو سره سم نورې زده‌کړې هم تر لاسه کړئ او خپل ځانونه په باطني اعداد سمبال کړئ، باطني اعداد د خپل نفس پر وړاندې شریعت او اسلامي نظام ته لومړیتوب ورکول دي.»

فارغ شوو منسوبینو وویل، چې د خپل سر او وینو په بدل کې به له اسلامي نظام او هېواد څخه ساتنه کوي.

د ملي دفاع وزارت د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال د کابل په گډون په ځینو ولایتونو کې زرگونه ځوانان په روزنځایونو کې په مسلکي زده‌کړو بوخت دي، چې له فارغېدو وروسته به په بېلابېلو ولایتونو کې په دندو وگمارل شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version