په کابل کې د چین سفیر ژاو شېنگ د کور او ښار جوړولو له چارسمبالي وزیر حمدالله نعماني سره په لیدنه کې ویلي، چې چینايي پانگهوال به د نوي کابل ښار په پروژه کې پانگونې ته وهڅوي.
د کور او ښار جوړولو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې لیدنه کې په کابل کې د نېلهباغ پروژه چې د چین په بلا عوضه مرسته جوړېږي، د وضعیت او د چارو پرمختگ په اړه خبرې معلومات وړاندې کړل او د یادې پروژې د ټولییزې بشپړتیا د څرنگوالي په اړه یې خبرې وکړې.:«د هغه لس زره واحده کورونو له جملې چې څوارلس سوه یې د کابل په نېلهباغ پروژه کې جوړېږي، تمه لري چې پاتې هغه یې د نوي کابل ښار په پروژه کې جوړ او یاده پروژه سرته ورسېږي.»
د کور او ښار جوړولو وزیر ویلي، دا چاره او د افغانستان په نورو برخو کې د چین مرستې او پانگونه د دواړو هېوادونو چین او افغانستان ترمنځ د اړیکو لا پیاوړتیا لامل کېږي.
ښاغلي نعماني د چین له سفیر غوښتي چې د نوي کابل ښار په پروژه کې د پانگونې په موخه دې چینايي پانگهوال وهڅوي.
د چین سفیر ژاو شېنگ ویلي، د نېلهباغ هستوگنیزې پروژې د چارو کیفیت او چټکتیا په موخه یې له اړوند شرکت سره خبرې کړي او تمه لري چې چارې به یې په خپل وخت سرته ورسېږي.
نوموړي یاده پروژه ارژښتمنه وبلله او یادونه یې وکړه چې د پاتې برخو د عملي کېدا په پار به خپلې هڅې وکړي.
هغه تمه وښوده، چې له چینایي پانگهوالو سره د نوي کابل ښار د معلوماتو تر شریکېدا وروسته به چینایي پانگهوال په یاده پروژه کې پانگونې ته لېوالتیا پیدا کړي.: «افغانستان کې د ځینو پروژو په بشپړوالي سره به د پانگونې کچه نوره هم لوړه او د دواړو هېوادونو د ښې راتلونکې پیلامه به وگرځي.»