د ریاستالوزراء اقتصادي معاونيت خبر ورکړی، چې ملا عبدالغني برادر له ملي سوداګر او پانګوال میرویس عزیزي سره کتلي دي.
په دې کتنه کې میرویس عزیزي ویلي، د لس زره مېګاواټه برښنا د تولید لپاره یې ټول تخنیکي وسایل پېرلي چې ژر به یې هېواد ته د لېږد چارې پيل کړي.
هغه زیاته کړه، په نږدې وخت کې به په هېواد کې د سرطاني ناروغیو د درملنې لوی روغتون د جوړولو کارونه هم پيل کړي.


