د غزې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د سختې لوږې او قحطۍ له امله په دغه تړانګه کې د دوه ماشومانو په ګډون لسو نورو فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
وزارت زیاته کړې، چې له دې سره غزه کې د لوږې له امله د فلسطیني شهیدانو شمېر ۳۱۳ ته رسېدلی. ویل شوي د شهیدانو له ډلې ۱۱۹ تنه یې ماشومان دي.
فلسطیني چارواکو دغه راز غزه کې د سختې لوږې د دوام خبر ورکوي او زیاتوي چې په دغه تړانګه نږدې یو میلیون نور فلسطینیان هم له خوارځواکۍ رنځېږي.
ورته مهال فلسطیني سرچینو راپور ورکړی، چې له دې سربېره پر غزې د صهیونیستي رژیم د پرلهپسې بریدونو له امله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۵۰۰ فلسطینیان شهیدان او ټپیان شوي دي.