په دې وروستیو کې د افغانستان د اسلامي حکومت ځینې مخالفې څېرې د خپلو هغو وژل شویو کسانو په یاد غونډه کې چې د اسلامي نظام په مقابله او د لوېدیځ له لوري د تپل شوې ډیموکراسۍ په مسیر کې وژل شوي؛ د تېرو کلونو په څېر یو ځل بیا په خپلو باطلو تصوراتو کې ډوب او په افغانستان کې یې د «نږدې بدلونونو» خبرې کړې. دا په داسې حال کې ده چې همدې کسانو د افغانستان د اسلامي حکومت پر وړاندې د پاکستان د دښمنانه دریځ په پام کې نیولو سره، اوس د همدې هېواد په ملاتړ وسلوال مقاومت ته زړه ښه کړی او د خپلو هیلو پوره کېدو لومړنی لوری یې بولي.
په همدې چوکاټ کې، د افغانستان یو شمېر تښتېدلي او ماتې خوړلي سیاسي مشران، اوس مهال د پاکستان پر وړاندې په بشپړه دوه مخې څېره راڅرګند شوي دي. محمد محقق چې کلونه کلونه یې پاکستان د افغانستان د بدمرغۍ، ناامنۍ او وینې تویېدو اصلي لامل او د افغان ولس لومړی درجه دښمن ګاڼه، نن هماغه هېواد ته «ورور» وایي، پوځي او سیاسي چارواکي یې د سیمې د سولې او ثبات داعیان معرفي کوي.
دا په داسې حال کې ده چې یوازې یوه میاشت وړاندې، پاکستان د افغانستان د ټولنې له تر ټولو بې وسه قشر څخه نږدې پنځه سوه تنه (تر درملنې لاندې روږدي کسان) د روژې په مبارکه میاشت او د لیلة القدر په شپه کې په شهادت ورسول. داسې یوه نظام ته د «سیمه ییزې سولې او ثبات د داعي» لقب ورکول، د لیلة القدر د شهیدانو له وینو سره ښکاره خیانت او د افغانستان د ملت پر زخمونو د مالګې شیندل دي.
پاکستان داسې هېواد نه دی چې نن یو څوک وکولای شي د سولې غوښتونکی یې وښيي. په افغانستان او د سیمې په نورو هېوادونو کې د دې هېواد کارنامه له منافقت او د افغانستان او سیمې د دوامدارې بې ثباتۍ له هڅو پرته بل څه نه ده. له همدې امله، د وسلوال مقاومت د پروژې لپاره د داسې هېواد پر ملاتړ زړه تړل سیاسي تحلیل نه، بلکې یو ناپوهه توهم او د تېرو ناکامو تجربو تکرار دی.
بل لوري ته احمد مسعود هم د تېرو کلونو په څېر، یو ځل بیا هماغه تکراري او کلیشه یي څرګندونې کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان حکومت د ماتېدو په حال کې دی او بدلونونه را روان دي. دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په تېرو څو کلونو کې دا ډول ادعاوې په بار بار تکرار شوې، خو هېڅکله یې په میدان د عملي کېدو نښې نه دي تر سترګو شوې. رسنیزې اعلامیې هېڅکله د رښتیني میداني واقعيت ځای نشي نیولای.
په واقعیت کې هغه کسان چې نن د پاکستان پر ملاتړ تکیه کوي، نه یې د افغانستان د تاریخ تجربه لوستې او نه یې د هغو ځواکونو له برخلیک څخه پند اخیستی چې پر بهرنیو ځواکونو یې تکیه کړې، هغوی باید درک کړي چې پاکستان هېڅکله د غربي هېوادونو په پرتله یو پیاوړی تکیه او باوري پناه ځای نه شي کېدای.
په مقابل کې د افغانستان اسلامي حکومت د خپل مجاهد او زړور ولس په ملاتړ او د کورني یووالي په ساتلو سره، د پاکستان او د هغه د نیابتي ځواکونو په وړاندې ولاړ دی، د دې خاورې د دښمنانو هره نقشه او دسیسه به شنډه کړي. هغه کسان چې لا هم د پاکستان د ملاتړ له لارې د خیالي بدلونونو خوبونه ویني، نه د عملي ډګر واقعیتونه ویني او نه د خپلو ارزښتونو او خاورې د دفاع لپاره، د دښمنانو او د هغوی د غلامانو په وړاندې د افغانستان د ملت له ټینګې ارادې او عزم څخه خبر دي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


