Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د مخالفو جبهو وارخطا مشران؛ ولې یې په سفرونو هیڅ ترلاسه نه کړل؟
    تورې څېرې

    د مخالفو جبهو وارخطا مشران؛ ولې یې په سفرونو هیڅ ترلاسه نه کړل؟

    صابر افغانصابر افغان21 مې 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په تیرو څو کلونو کې د سرپرست حکومت مخالفو جبهو، په ځانګړې توګه د احمد مسعود تر مشرۍ لاندې «مقاومت جبهې» د نړۍوال ملاتړ د جلب لپاره ګڼ شمېر سفرونه، سیاسي ملاقاتونه او لابي‌ ګرۍ وکړې، خو تر ډیره دغه هڅې بې‌ نتیجې پاتې شوې. نړۍوال شرارتونه له هغو خوځښتونو ملاتړ کوي، چې واضح جوړښت، رهبري او مشروعیت ولري، خو په مقاومت جبهه کې بیا یو پراګنده او له داخلي اختلافونو ډک جوړښت لیدل کېږي. د جبهې دننه بې‌ اتفاقۍ، د مشرانو ترمنځ یې اختلافات او نه‌ همغږي د دې لامل شوي چې بهر ته په یو واضح او واحد موقف وړاندې نشي. په قومي، سمتي او ژبنيو تعصباتو کې له ښکېلو خلکو سره د نړۍ تعامل بعیده او لیرې خبره ده، د دوی هره لیدنه/کتنه یواځې عکسونه، خبرونه او احساساتي اعلامیې دي.

    بل خوا ته نړۍوال قدرتونه د خپلو ګټو له مخې پرېکړې کوي. دوی سرپرست حکومت د افغانستان د فعلي حاکم واقعیت په توګه ګڼي، اکثریت ورسره تعامل کوي او ځینې کوښښ کوي، چې دوی ته نږدې شي. افغانستان اوس هره اونۍ د نویو تعاملاتو کوربه وي، رسمي بلنې ورځ تر بلې زور اخلي، نړۍوال بانک د پورونو اداینې ته ټټر وهي، نړۍوالې مرستې په نورمال ډول تر ولسونو رسیږي، د میلیونونو ډالرو په ارزښت پروژې افتتاح او تر کار لاندې دي، امنیت تأمین دی او د هر ډول ګډوډیو مخه نیول شوې ده، دا ټول کارونه د رامنځ ته شوي باور په نتیجه کې ترسره کېږي؛ برعکس مخالفین بیا په ښکته موقف کې قرار لري، د دوی بایللی باور او حیثیت تر یوه شړیدلي شعار لاندې په منزوي او يګانه ګي سفرونو نه ترلاسه کېږي.

    اوس مهال د ‎مقاومت جبهې هسته د پاشل کېدو په حال کې ده. لومړی، ‎احمد مسعود چې د خپل پلار له میراث او نوم استفاده کوي، یو کم‌ عمره، په سیاست کې ناپخته او بې‌ ثباته شخصیت لري، چې ورځ تر بلې یې د انزوا دايره لا نوره تنګیږي او خپل ملاتړي له لاسه ورکوي. ایران هېواد ته د احمد مسعود وروستی سفر هم له یو لړ نیوکو او حساسیتونو سره مخ شو، دا سفر له وړاندې هیڅ ډول وضاحت یا شفافیت نه درلود او د مقاومت پلویان نه پوهیدل چې دا لیدنه د کوم هدف لپاره ترسره شوې او څه پایله به ولري!؟ د احمد مسعود دا حرکت د یو سیاسي تضاد په توګه تعبیر شو، ځکه نوموړی تل ځان د سرپرست حکومت ضد جبهې استازی معرفي کوي، خو له هغه هېواد سره تماس نیسي چې له سرپرست حکومت سره ښه او عملي تعاملات لري. دا د سیاسي کمزورۍ او ستراتیژیک وضاحت د نشتوالي نښه ده.

    دا تشریفاتي سفرونه دي، اکثراً یواځې د خبرو، کنفرانسونو او عکس اخیستلو لپاره دي، نه مشخص هدف لري او نه هم عملي پایله. د سرپرست حکومت مخالف مشران تر اوسه نه دي توانېدلي چې یو قوي، ملي او عملي بدیل وړاندې کړي. د دوی سفرونه یواځې د وخت تېرول او ځان ښودل دي، ځکه هم نړۍوالو ونه منل او هم یې د خلکو باور له لاسه ورکړ، د دې سفرونو تر شا صرف پردۍ ګټي دي، د دوی موقف دا نه ایجابوي، چې مستقل تعاملات دې ورسره وشي، دا ډول سفرونه ډیری د سیاسي حضور ښودلو لپاره وي، نه د ستراتیژیکو لاسته راوړنو لپاره؛ دا سفرونه د تشریفاتو او نمایش له چوکاټ نه وځي او نه به هم کوم عملي اقدام ته زمینه برابره کړي.

    د سرپرست حکومت ثبات او استحکام مخالفینو ته ذهني ګډوډي، رواني بې‌ ثباتي او فکري بې‌ قراري پیدا کړې ده. احمد مسعود، چې پخوا یې هم په دې برخه کې تجربه لرل او ویل به یې چې له بهرنیانو څخه هیله لرل بې‌ ځایه هڅه ده، اوس بیا د جبهې له سترګو په پټه ایران ته د کومې موخې لپاره سفر کوي!؟ دا سفرونه په خپل ځان عریضه نه ده!؟ داسې سفرونه په سیاسي لحاظ تېروتنه وه، ځکه ډیری هېوادونه دا مهال له سرپرست حکومت سره په ډیپلوماټیکه برخه کې په لوړه کچه تعاملات لري او د مخالفینو هڅې بې نتیجې کوي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ
    راتلونکي مقاله پرله‌پسې محاصره یې د ژوند په بیه تمامېږي؛ تحمیلي قحطۍ د ۳۲۶ غزه‌والو ژوند اخیستی

    مربوطه لیکنې

    د مسعود د کورنۍ پروژه یي سیاستونه او محروم پنجشیري وګړي

    11 جولای 2026

    د سوداګريزو تعرفو پر مټ د چين تسليمول؛ د ټرمپ هغه خوب او خيال چې رښتيا نه شو

    12 مې 2026

    محمد محقق؛ د پاکستاني ګټو سپین سترګی مبلغ

    9 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 11 جولای 2026

    د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني: له ولس سره نرم چلند د مجاهدینو مسؤولیت دی

    د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د کورنیو چارو وزیر، خلیفه…

    مالي او الجزایر له ۱۵ مياشتني ځنډ وروسته خپلې ډیپلوماتیکي اړيکې بيا پيل کړې

    11 جولای 2026

    د امریکا پوځ له داخلي اختلافاتو او جوړښتي ننګونو سره مخ دی

    11 جولای 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني: له ولس سره نرم چلند د مجاهدینو مسؤولیت دی

    11 جولای 2026

    مالي او الجزایر له ۱۵ مياشتني ځنډ وروسته خپلې ډیپلوماتیکي اړيکې بيا پيل کړې

    11 جولای 2026

    د امریکا پوځ له داخلي اختلافاتو او جوړښتي ننګونو سره مخ دی

    11 جولای 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،171 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،112 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،226 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.