په تېرو څلورو کلونو کې د افغان حکومت د مخالفو خیالي ډلو د مشرانو هڅې او لاسته راړونې، د دوی د ګوتو په شمار پلویانو لپاره د توقعاتو خلاف او پر نشت حساب دي. د ډاکټر عبدالله د پخواني ویاند نجیب بارور په وینا، د افغان حکومت د مخالفینو فعالیتونه یوازې خبرې، تش شعارونه او مجازي غونډې دي، نور هېڅ ډول عملي اقدامات او لاسته راړونې نه لري. همدا وجه ده چې د افغان حکومت د مخالفینو باور پر خپلو مشرانو کم شوی او د هغوی تش په نوم رهبري او وړتیا یې تر پوښتنې لاندې راوستلې ده.

په تېرو څلورو کلونو کې د مخالفو ډلو د مشرانو فعالیتونه یوازې خبرې او بې عمله ژمنې وې، نه عملي لاسته راړونې. نجیب بارور همدې موضوع ته په خپلو خبرو کې اشاره کړې او وایي، څلور کاله تېر شوه، له خبرو پرته مو له سیاسي رهبرانو نور څه لیدلي یا اورېدلي دي!؟ د دې جملې له مخې ښکاري چې د مخالفو ډلو پلویان د خپلو مشرانو پر وړتیا بې باوره شوي او د دوی پر کړونو کلکه نیوکه لري. د خیالي ډلو مخالف سیاسي مشران ډېر کم ظرفیته او تش په نوم مشران دي، چې خبرې یې یوازې تر مجازي نړۍ پورې محدودې او په عملي ډکر کې هېڅ کوم فعالیت نه لري.

د افغان حکومت مخالفې ډلې هېڅ ډول همغږي او داخلي ثبات نه لري، دا ډلې یوازې مجازي غونډې دایروي، خو په عملي ډکر کې یې فعالیتونه نشته، آن په همدې مجازي ناستو کې هم ډېری وخت د دوی ترمنځ اختلاف رامنځ ته شوي، چې د نمایشي مشرتوب اعتبار یې د پلویانو په وړاندې هم له منځه تللی دی.

د افغان حکومت سیاسي مخالفینو یو ځل ملت ته امتحان ورکړی دی او په دې امتحان کې په کامل ډول ناکام شوي دي، یوازې د دوی هغو لږ شمېر پلویانو د دوی ملاتړ کړی، چې د بهرنیو پروژو په تمه شپې سبا کوي، خو اوس یې همدا پلویان د خیالي رهبرانو د بې کفایتۍ او خیالي وعدو پر وړاندې په رسنیو او نورو مجازي ناستو کې شکایت کوي او پرې بې باوره شوي دي؛ د بارور وروستۍ څرګندونې د دې بې باورۍ ښه مثال دی.

د افغان حکومت د مخالفو ډلو مشران، لکه احمد مسعود او نور چې په بېلابېلو اروپایي هېوادونو کې مستریح ژوند کوي، پخپلو ځینو خبرو یې د بو شمېر بې درکه افغانانو ذهنونه مغشوش کړي دي. همدې مسعود خپلو پلویانو ته یو شمېر تېر ایستونکې وعدې ورکړې وې، چې یوه یې هم په عمل کې ثابته نه کړه، بلکې د هغوی پر سر یې معاملې وکړې او د مادیاتو له کبله یې د خپلو پلویانو پر سر لوبې وکړې.

دا چې د افغان حکومت مخالفین هېڅ ډول تعهد، مدیریت، لرلید او پلان نه لري، د دې ترڅنګ یې شعارونه او وعدې هم یوازې تر رسینو پورې محدودې دي، همدې کړنو یې د پلویانو په اذهانو کې بېلابېلې پوښتنې پیدا کړې دي، دوی پخپله اقرار کوي چې مشران یې د ځوان نسل غوښتنې او انګېزې نشي مدیریت کولای، له همدې کبله د دوی تر منځ د باور تشه رامنځته شوې او پلویان یې ورځ تر بلې ورڅخه لرې کېږي او ښایي ډېری یې پرېکړه وکړي چې نور له دې خیالي صفونو څخه جلا شي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version